د سترې محکمې د ظرفيت لوړونې او اجراآتو ارزونې رياست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثايقو او اسنادو د ثبت شپږو آمريتونو کارکوونکو ته (دوه)، څلور ورځني سيمينارونه وړاندې شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۴۵
د سترې محکمې د ظرفيت لوړونې او اجراآتو ارزونې رياست لخوا د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثايقو او اسنادو د ثبت شپږو آمريتونو کارکوونکو ته (دوه)، څلور ورځني سيمينارونه وړاندې شول

د سترې محکمې د ظرفیت لوړونې او اجراآتو د ارزونې ریاست لخوا د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د کابل ولايت مرافعه محکمې اړوند وثايقو او اسنادو د ثبت شپږو حوزو د آمريتونو کارکوونکو ته د اداري اجراآتو زده کړې په موخه (دوه)، څلور ورځني سیمینارونه وړاندې شول.
په یادو سیمینارونو کې چې د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲مې نېټې یې دوام درلود، د مسلکي استادانو لخوا ګډونوالو ته د وثايقو د ترتیب او طی مراحلو، د پلان جوړونې اساساتو، اداري مراسلاتو، کاري ارتباطاتو او راپور ليکنې اړوند ګټور او لازم موارد تدریس شول.
دغه راز د سیمينارونو په پای کې ټول ګډونوال د لومړنۍ او وروستۍ ازموينې په توګه و ارزول شول، ترڅو د پلي شوو سیمينارونو د اغېز کچه په ډاګه شي، چې په پايله کې يې اغېز مثبت او د ګډونوالو په زده کړه کې په لوړه کچه بدلون راغلی و.
د يادو سيمينارونو په اختتاميه غونډه کې د سترې محکمې د استخدام او سوانحو رئيس محترم مفتي عبدالوارث (سعيد) د علم د حاصلولو او کاري ظرفيت لوړونې په تړاو او د ظرفيت لوړونې او اجراآتو د ارزونې رئيس محترم حافظ نصير احمد (صياد) د وثایقو د ترتيب او طی مراحلو، په اداري چارو کې د دقت، سرعت او مؤثريت اړوند ګډونوالو ته هر اړخيزې خبرې وکړې او د ګډونوالو نظريات او وړانديزونه يې واورېدل.
د یادونې وړ چې په یادو سيمينارونو کې شاوخوا (۶۰) اداري کارکوونکو برخه اخيستې وه.
د سیمینارونو اختتامیه غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان جلسۀ رؤسای دواوین برگزار گردید 

تحت رهبری محترم مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بدخشان، با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، به تاریخ 12/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
این جلسه با تلاوت چند آیات از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات جلسه رؤسای دواوین برگزار گردید

تحت ریاست محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات، با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، به تاریخ 9/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۱۰
Background image

جلسه قضائی و  اداری میان مسؤولین محاکم ولایت جوزجان دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت جوزجان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی و آمرین محاکم مرافعه، شهری، محکمه نظامی جوزجان - سرپل و محاکم ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار