د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست له درې میاشتني روزنیز پروګرام څخه (۲۱۹) علماء کرام فارغ شول

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۳۸
د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست له درې میاشتني روزنیز پروګرام څخه (۲۱۹) علماء کرام فارغ شول

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د سترې محکمې قضائي برخه کې د خدمت مخکښو متقاضیانو ته د ظرفیت لوړونې له جوړ شوي درې میاشتني روزنیز پروګرام څخه د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۱مه نېټه (۲۱۹) علماء کرام فارغ شول.
په یاد روزنیز پروګرام کې چې د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا جوړ شوی و، ګډونوالو ته د مسلکي استادانو لخوا معین القضاة و المفیین، مجلة الاحکام، اداري او حقوقي اصولنامه، تمسک القضاة المانیة، اصول الافتاء، د وثایقو لارښوود او نور اړین مضامین تدریس شول.
د یادو علماء کرامو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) په زمانه کې د قضاء په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، د عمر (رضي الله عنه) په زمانه کې تر فتوحاتو وروسته د هرې سیمې لپاره قضات ګمارل کېدل، په هغه دوره کې قضاء بشپړه خپلواکه او ډېرې برخې لکه: (ملکي قضاء، نظامي قضاء، د مظالمو قضاء، اداري قضاء او ...) درلودې او په بشپړه خپلواکۍ یې د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د خلکو مشکلات او موضوعات حلول.
محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب د روزنیز پروګرام فارغینو ته په خطاب کې وویل، زموږ د نظام اساس په تقوا، دیانت، ژمنتیا، امانتدارۍ، اخلاص او صداقت ولاړ دی، خو د دې ترڅنګ د کار استعداد او اهلیت ضروري دی؛ بناءً له تاسو مو غوښتنه داده چې ځانونه په یادو ځانګړتیاوو سمبال کړئ، ځان کې د کار وړتیاوې پیدا کړئ او د قضاء دغه دروند مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړئ.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب په یاده غونډه کې وویل، د رب تعالی شکر دی چې د فتنو په دې دور کې یې موږ د اسلامي امارت د سوچه اسلامي نظام په نعمت نازولي یو، په دغه نظام کې خدمت د ځان لپاره غنیمت بولو او دا د الله تعالی احسان دی چې موږ ته یې دا فرصت برابر کړی دی.
محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب فارغ شوو علماء کرامو ته په خطاب وویل، له دې فراغت وروسته به داسې اراده کوئ چې زما په ذریعه به د الله تعالی نظام د الله تعالی په ځمکه قائم شي، ورکړل شوې قربانۍ ضایع نشي او د ټولو شهیدانو ارمانونه پوره شي.
د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رئیس محترم شیخ قیام الدین (قانت) د یاد روزنیز پروګرام په اړه وویل، په دغه روزنیز پروګرام کې هغه علماء کرامو ګډون درلود، چې د اسلامي امارت په محاکمو کې یې د خدمت لپاره اړوند کمېټې ته غوښتنلیکونه سپارلي وو، د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د کارکوونکو چارو عمومي ریاست لخوا ترې تحریري ازموینه اخیستل شوې وه او په یاده ازموینه کې یې لوړې نمرې درلودې.
د یاد درې میاشتني روزنیز پروګرام ګډونوال محترم مولوي عبدالرشید صافي وویل، الحمدلله موږ ته په دغه روزنیز پروګرام کې استادانو ډېر ګټور درسونه راکړل او موږ ته یې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې وې.
دغه راز د روزنیز پروګرام بل ګډونوال مولوي لطف الله (طارق) وویل، په دغه سیمینار کې د مجربو استادانو لخوا تدریس راته وشو او له دغه پروګرام وروسته موږ د قضاء برخه کې خدمت ته پوره تیار شوي یو.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا وخت پر وخت د محاکمو قضائي غړو او نوو ګمارل شوو علماء کرامو ته د ظرفیت لوړونې په موخه لنډ مهاله او اوږدمهاله روزنیز پروګرامونه جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

گزارش مختصر از فعالیت‌های ریاست عمومی دارالانشاء ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷هـ ق 

ریاست عمومی دارالانشاء ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷هـ ق فعالیت‌های عمده ذیل را انجام داده‌است:
ریاست عمومی دارالانشاء در ربع سوم، علاوه بر رسیدگی به (۵۰۱) عرایض در بخش تبدیلی محاکم،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

گزارش مختصر از فعالیت‌های ریاست عمومی دارالانشاء ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷هـ ق 

ریاست عمومی دارالانشاء ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷هـ ق فعالیت‌های عمده ذیل را انجام داده‌است:
ریاست عمومی دارالانشاء در ربع سوم، علاوه بر رسیدگی به (۵۰۱) عرایض در بخش تبدیلی محاکم،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۵
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت بدخشان دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت بدخشان؛ با اشتراک رؤسای دواوین محکمۀ مرافعه، به تاریخ ۲۸ /۱۰ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید.
جلسه با. . .

بازگشت به اخبار