د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۲
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي اختر محمد (مظهري) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالاحد (حماد) او مولوي شمس الدين (احدي) په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۴ مه نېټه د پروان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د پروان ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۹) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثایقو آمریت، حقوقو آمريت، اختصاصي محکمې او نظامي محکمې څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د پروان ولایت د مرافعه او ښاري محاکمو له رئيسانو سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د پروان ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۶ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فیصله‌های محاکم ابتدائیۀ شهری و ولسوالی کهسان ولايت هرات، بالای سه تن به شمول یک زن به جرم داشتن روابط نامشروع، چور و چپاول، به تاريخ ۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۰
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۸۰) دوسیه، به تعداد (۸۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

دواوين محکمۀ مرافعه، ابتدائیۀ شهرى، ابتدائیۀ ولسوالى‌ها و وثایق ولايت پنجشير طی یک ماه (۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بره رسیدگی به (۸۰) دوسیۀ حقوقى و جزائی، به تعداد (۸۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی بلخ ولايت بلخ، بالای يک تن به اتهام لواطت به تاریخ (۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه متهم را به ۳۵دُره جزای تعزیری محکوم. . .

بازگشت به اخبار