د فراه ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۴۱
د فراه ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۳۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۳) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې کې (۶۲) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۷) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۳) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۱۸۳) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی بلخ ولايت بلخ بالای يک تن به جرم داشتن ارتباط نامشروع و اتهام زنا، به تاريخ ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم مذکور را. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۸
Background image

محاکم ولايت هرات طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۸۳۲) دوسیه، به تعداد (۴۳۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهرى، ابتدائيۀ ولسوالى‌ها و وثایق ولایت هرات طی دو هفته (از ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۸۳۲) دوسیۀ حقوقى، تجارتی و جزائی، به تعداد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کابل

ریاست حقوق ولایت کابل به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه زون سوم شهر کابل که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با طرفين قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما. . .

بازگشت به اخبار