د قضاء کتابتون

m_admin
د قضاء کتابتون

قضاء کتابتون چې د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو رياست تر چتر لاندې فعاليت کوي، د تفسیر، حدیثو، فقهې، قضاء، دعوت، عقیدې او فقهي اصولو، سیرت، حقوقو، قوانینو، تاریخ، فلسفې، اروا پوهنې، ټولنیزو علومو، اقتصاد، سیاست، ادبیاتو او نورو موضوعاتو کتابونو له اړخه يو غني کتابتون دی؛ چې شاوخوا درې زره (۳۰۰۰) عنوانه او (۶۰۵۲) جلده کتابونه لري.
دغه کتابتون ته د اړتیا پر مهال د محاکمو قضائي، نظامي او اداري غړي، د پوهنتونونو د شرعیاتو، حقوقو او نورو اړوند فقهې او تخصص پوهنځیو او دیني مدرسو زده کوونکي، د مطالعې او څېړنې ګڼ شمېر نور مینه‌وال مراجعه کوي.
یاد کتابتون کې موجوده ټول کتابونه په پرمختللي او قوي ډېټابېس کې ثبت او د کتابتون مؤظف کارکوونکی، په څو ثانیو کې د مراجعه کوونکي د غوښتنې کتاب ځای مشخص او کتاب ورته سپاري.
په قضاء کتابتون کې د مطالعې د مناسب چاپېریال ټولې اسانتیاوې لکه: میز، څوکۍ، مناسبه هوا، د څښاک اوبه او حتی چای او د مزاحمو غږونو نه موجودیت برابرې شوې دي چې هره ورځ ورته په منځنۍ کچه لسګونه کسان مراجعه کوي او هر مطالعه کوونکی په کې له مطالعې خوند اخلي.
یاد کتابتون د اړتیا پر مهال د محاکمو مسؤولینو یا منسوبینو ته کتابتون کې مشخص شته کتابونه د یوې اونۍ لپاره هم ورکولای شي، په دې صورت کې د کتاب غوښتونکي کتابتون ته مراجعه کوي، خپل ټول مشخصاب د کتابتون مشخص کتاب کې ثبت او د خوښې وړ کتاب د یوې اونۍ لپاره له ځان سره وړلای شي او د اړتيا په صورت کې یاده موده بيا ځلې هم تمديد کېږي.
له دې جملې څخه د تفسیر په برخه کې (۱۱۱) عنوانه او (۵۸۶) جلده، د احاديثو او سیرت په برخه کې (۲۳۶) عنوانه او (۱۰۰۰) جلده، د فقهې په برخه کې (۲۵۶) عنوانه او (۱۰۴۹) جلده، د لغت او قاموس په برخه کې (۱۰۰) عنوانه او (۲۵۱) جلده، د قضاء په برخه کې (۱۶) عنوانه او (۳۰) جلده، د دعوت، عقيدې او اصول فقهې په برخه کې (۱۰۰) عنوانه او (۲۳۷) جلده، د حقوقو او قوانينو په برخه کې (۶۵۲) عنوانه او (۱۴۵۷) جلده، د تاريخ په برخه کې (۳۰۳) عنوانه او (۸۱۶) جلده، د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنيزو علومو په برخه کې (۱۵۲) عنوانه او (۱۹۷) جلده، د اقتصاد او سياست په برخه کې (۲۲۰) عنوانه او (۳۰۴) جلده، د ادبياتو په برخه کې (۲۲۱) عنوانه او (۲۹۰) جلده او د عمومي معلوماتو په برخه کې (۳۶۹) عنوانه او (۵۲۲) جلده کتابونه د مطالعې لپاره موجود دي.
په یاد کتابتون کې د ورځپاڼو، جریدو، مجلو او متحدالمآلونو (۷۶) عنوانه او (۶۳۲) جلده بېلابېل کلني کلکسیونونه هم موجود او ساتل شوي دي.
د قضاء کتابتون لپاره د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست په غوښتنه او د سترې محکمې د رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په حکم سلګونه عنوانه نوي کتابونه وپېرل شول او اوس د مطالعه کوونکو په خدمت کې دي. 
دغه کتابتون د قاضي‌القضات شیخ صاحب په ځانګړې پاملرنه په تازه او عصري بڼه جوړ او د مطالعې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په کې برابرې شوې دي.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۴۷
Background image

اعلان (7) عراده موتر داغمه آمریت محاسبه اجناس ستره محکمه

آمریت محاسبه اجناس ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان در دور پنجم به تعداد (7) عراده موتر داغمه مختلف النوع خویش را به تاریخ 20 /3 /1405 روز شنبه ساعت 9 بجه قبل از ظهر در تعمیر ریاست تعلیمات قضائی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کابل

ریاست حقوق ولایت کابل به منظور تطبیق فیصله های محاکم این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما اشخاص مورد نظر تاکنون به این . . .

بازگشت به اطلاعیه ها