د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۶۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۴۸
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۶۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۶۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د پکتیا ولایت محاکمو ته د ذوالحجة الحرام میاشتې په جریان کې (۲۶۰) حقوقي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د پکتیا ولایت محاکمو ته د ذوالحجة الحرام میاشتې په جریان کې (۱۴۸) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۵۷) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان جلسۀ رؤسای دواوین برگزار گردید 

تحت رهبری محترم مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بدخشان، با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، به تاریخ 12/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
این جلسه با تلاوت چند آیات از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات جلسه رؤسای دواوین برگزار گردید

تحت ریاست محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات، با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، به تاریخ 9/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۱۰
Background image

جلسه قضائی و  اداری میان مسؤولین محاکم ولایت جوزجان دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت جوزجان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی و آمرین محاکم مرافعه، شهری، محکمه نظامی جوزجان - سرپل و محاکم ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار