د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي عبدالولي (مصباح) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالحليم (مظهري) او عبدالله (ذکي) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۰مه نېټه د فارياب ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د فارياب ولايت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د زندان اړوند ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، اړتیاوې، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د فارياب ولایت د (۱۷) ولسوالیو له ابتدائیه، ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، مخزن، حقوقو آمريت، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت له والي او د اکثرو ولسواليو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۱۰ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

تحت رهبری رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان جلسه رؤسای دواوین داير گردید

تحت رهبری الحاج مولوی شمس‌الله (عزیزی) رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان، به تاریخ ۱۴/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق به هدف بررسی جواب استهداآت، پاسخ‌دهی به پرسش‌ها و پیشنهادات حقوقی محاکم ابتدائيه و رفع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۵۱
Background image

محاکم ولایت بادغيس طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۶۷۲) دوسیه، به تعداد (۱۲۲) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت بادغیس طی یک ماه (از ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۶۷۲) دوسیه، به تعداد (۱۲۲) قطعه وثایق را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان جلسۀ رؤسای دواوین برگزار گردید 

تحت رهبری محترم مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بدخشان، با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، به تاریخ 12/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
این جلسه با تلاوت چند آیات از. . .

بازگشت به اخبار