د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۸۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۱۸۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۵۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
