د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم) او مولوي عبدالاحد (حماد) يې غړیتوب درلود، د روان 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 12مه نېټه نیمروز ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د مرافعه محکمې له رئيس سره ليدنه وکړه، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان (محبس) او توقيف خانو څخه لیدنه وکړه او د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۵) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړونده دېوانونو، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو (قضائي پلاوي) څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د پلټنې په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یاداشت او په پای کې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې.
دغه راز پلاوي د یاد ولایت له والي، استخباراتو رئيس او د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځینو اړونده ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد سفر او ليدنه د 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 29 مه نېټه پای ته ورسېد.
