په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ دوه کاله تنفیذي بند او (۳۵ـ ۳۵) دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.
