د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د شوال المکرم میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په جریان کې د (۸۹) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې کې د جزائي استهداآتو په تړاو (۶) تدقیقي نظریات، د تجارتي استهداآتو په تړاو (۶) تدقیقي نظریات، د مدني استهداآتو په تړاو (۱۱) تدقیقي نظریات، د وثایقو استهداآتو په تړاو (۱۰) تدقیقي نظریات، د متفرقه استهداآتو په تړاو (۸) تدقیقي نظریات، د قضائي تفتیش د راپورونو په تړاو (۳۰) تدقیقي نظریات، د عارضینو د عريضو په تړاو (۳) تدقیقي نظریات، (۱۴) مکتوبي او (۲) مسترد موضوعات شامل دي.
