د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ محمدلعل (حقاني)، مولوي عطاءالرحمن (عاصم)، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالی ریاست تجارتي دېوان مفتي مغفورالله او یو شمېر نوروغړو په ملتیا، د خپلو ولايتي سفرونو په دوام د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة‌الحرام میاشتې په ۲۹مه او۳۰مه نېټه روزګان ولایت ته سفر وکړ.
قضائي مرستیال د دغه سفر په پیل کې د یاد ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او اختصاصي محاکمو ترڅنګ د وثايقو او حقوقو له آمریتونو څخه لیدنه وکړه.
ورپسې یې د یادو محاکمو له مسؤولینو سره غونډه وکړه؛ دغه غونډه د مرافعه محکمې جزا دېوان د رئیس مفتي دوست محمد (سعید) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب او ورسره مل هيئت له قضائي، اداري، خدمتي او نظامي مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل او د قضائي او نورو چارو د لا ښه تنظیم، اجراآتو د چټکتیا، شفافیت، حساب ورکونې او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې او ارزښتناک هدایات وکړل.
 د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال وویل، د عدالت تأمین د اسلامي نظام له مهمو مسؤولیتونو څخه دی او ټول قضائي مسؤولین باید د شرعي احکامو، نافذه اصولو او اسلامی امارت د سپېڅلو ارزښتونو په چوکاټ کې ولس ته په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره خدمت وکړي.
محترم شیخ (منیر) صاحب زیاته کړه، د مراجعینو دوسیو او موضوعاتو ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي، په بشپړ دقت وڅېړل شي، د شرعي او قانوني اسنادو تر بشپړې ارزونې وروسته دې فيصلې په وخت صادرې شي، تر څو د ولس اعتماد لا پیاوړی او د خلکو حقوق په ښه ډول خوندي شي.
محترم شیخ صاحب وویل، د اسلامي نظام قضائي ارګانونه د عدالت مهمه مرجع ده او د ولس خدمت، د مظلوم لاس‌نیوی او د حق تأمین هغه ستر مسؤولیتونه دي، چې باید په رښتینولۍ او لوړ احساس يې ترسره کړئ‎.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار