د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي
د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۸۵) نکاح خطونه، (۵۳) قطعې قبالې، (۱۳) زوجيت خطونه او (۴۱) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۵۰) نکاح خطونه، (۱۳) قبالې، (۶) زوجیت خطونه او (۱۰۷) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۷۳) نکاح خطونه، (۱۱) زوجيت خطونه، (۸) قطعې زوجيت خطونه او (۱۳۵) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۷۵) نکاح خطونه، (۳۳) قبالې، (۶) زوجيت خط او (۷۳) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۸۶) نکاح خطونه، (۲۹) قبالې، (۷) زوجیت خطونه او (۹۶) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۸۵) نکاح خطونه، (۲) قبالې، (۸) زوجيت خطونه او (۷۶) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
