د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۲
د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې پلان او پاليسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    د میراث او ملکیت حق، د ښځو د لاسرسي اړونده قضیو يو راپور ترتیب او اړونده مرجع ته ولېږل شو.
2.    د (۳۴) ولایتونو د مرافعه محاکمو څخه د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د (حمل، ثور او جوزا) میاشتو د حاضرۍ راپور په مشخص فارمټ کې ترتیب او اړونده مرجع ته ولېږل شو.
3.    د (۳۴) ولایتونو له محاکمو څخه يو راپور د تمیز له دېوانونو، مرافعه محاکمو، ابتدائیه محاکمو، د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو او د حقوقو ریاست اړوند آمریتونو له اجراآتو څخه ترتیب او اړونده مراجعو ته لېږل شوی دی.
4.    له قضائي اجراآتو څخه (۲) مختصر او تفصیلي راپورونو ترتیب او اړونده مراجعو ته لېږل شوي دي.
5.    د راپور ورکولو په موخه د احصائیې ملي ادارې له‌خوا د را لېږل شوي احصائیوي فارمټونو ډک او بېرته اړونده ادارې ته لېږل شوي دي.
6.    د تطبیقي پلان له تطبیق څخه د ۱۴۰۵ مالي کال لومړۍ ربعې راپور ترتیب او اړونده مرجع ته ولېږل شو.
7.    د عمدي قتل د هغه قضیو شمېر، چې د طرفینو په بشپړ رضایت د محاکمو له‌خوا د دیت په حکم د سولې له لارې حل او فصل شوې؛ راپور يې ترتیب او اړونده مرجع ته ولېږل شو.
8.    د کابل د فتحې له ابتداء څخه د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې تر پایه د انساني قاچاق قضیو ته د رسېدنې راپور ترتیب او اړونده مرجع ته ولېږل شو.
9.    د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو، د (۳۴) ولایتونو محاکمو د قضائي او اداري اجراآتو کلنی راپور په بیهقي سالنامه کې د چاپ او نشر په موخه د اطلاعات او کلتور وزارت ته ترتیب او ولېږل شو.
10.    د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند د (۱۴۴۵، ۱۴۴۶ او د ۱۴۴۷ لومړۍ ربعې) د قضائي اجراآتو راپور ترتیب او د داراالانشاء عمومي ریاست ته ولېږل شو.
11.    د کابل ولایت د مرافعه محکمې له دېوانونو او د هرات، کندهار، ننګرهار، کندوز او بلخ ولایتونو ابتدائیه محاکمو د (۱۴۴۷هـ ق کال) د قضائي اجراآتو راپور ترتیب او اړونده مرجع ته ولېږل شو.
12.    د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام له‌خوا د صادر شویو احکامو د تطبیق او عدم تطبیق څخه د څارنې او خبرتیا ترلاسه کولو په موخه (118) قطعې راپور ترتیب او د چارو ادارې لوی ریاست او د فرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته لېږل شوي دي.
13.    د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست د سفارت خانو او موسساتو د همکاريو د جلب د طرزالعمل مسوده تدوین او د ټاکل شوي هيئت له‌خوا نهايي شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

رئیس محکمه ابتدائیه شهری ولایت نیمروز از محبس آن ولایت بازدید نمود

محترم مفتی امین الله (سعید) رئیس محکمه ابتدائیه شهری ولایت نیمروز؛ با همراهی قاضی دیوان امنیت عامه شهری، به تاریخ ۲۲ /۲ /۱۴۴۸هـ ق از زندان آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه ابتدائیه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۵۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت سمنگان جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی محی‌الدین (عمری) رئیس محکمه مرافعه ولایت سمنگان؛ با اشتراک رئیس عدلیه،‌ نمایندگان مقام ولایت، قوماندانی امنیه،‌ ریاست زراعت، آبیاری و مالداری،‌ شاروالی، شهر سازی و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۴۸
Background image

محاکم ولايت جوزجان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۳۵) دوسیه، به تعداد (۳۸۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى، نظامی، اختصاصی و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت جوزجان طی دو هفته (از ۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۲۳۵) دوسیه، به تعداد (۳۸۰). . .

بازگشت به اخبار