د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.
یاد سیمینار د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون قضائي معاونیت له خوا او د جنوب لوېدیځ زون د قضائي زده کړو ریاست په مدیریت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سپارښتنې سره سم، د کندهار په ابراهیم النخعي (رحمه‌الله) جامعې کې ترسره شو.
 د دې روزنيز سيمينار د پای په غونډه کې د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال الحاج شيخ نور الله (منير)، د ابراهيم النخعي رحمه‌الله د جامعې رئيس استاد قاضي عبدالصادق (غزنوي)، د جنوب لوېدیځ زون تمیز عالي مقام د مدني، جزا، امنیت عامه، نظامي منسوبینو د دېوانونو رئيسانو او د یادې جامعې استادانو، مالي او اداري مرستیال مفتي محمد (نقشبندي) د تخصصاتو رئیس مفتي سیدمیر (ثاقب) او فاضلانو ګډون درلود.
په دغه روزنیز سيمينار کې ګډونوالو ته د قضائي چارو اړوند فقهي، جزائي، حقوقي او مسلکي موضوعات تدریس شول او د قضائي اصولو او مقرراتو د سم تطبیق، د دعوو د ارزونې، د قضائي پرېکړو د اصولو او ډولونو، د محاکمو د چارو د تنظیم او د شرعي احکامو د عملي کولو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
د پای په مراسمو کې د ابراهیم النخعي رحمه‌الله جامعې رئیس، د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال او د مرکزي دارالافتاء رئیس د عدالت، قضاوت او د قضائي مسئولیتونو پر اهمیت خبرې وکړې.
ویناوالو ټینګار وکړ، چې قاضیان باید د خلکو د قضایاوو د حل او فصل پر مهال عدالت، دقت، تقوا او انصاف په پام کې ونیسي او د شخصي اغېزو، واسطو، مقام او ټولنیز موقف پر ځای شرعي اصول او حق د پرېکړې معیار وګرځوي.
همداراز د محاکمو د اجراآتو اړوند مقرراتو، طرزالعملونو او د قضائي چارو د لا ښه تنظیم پر اړتیا خبرې وشوې او له ګډونوالو وغوښتل شول، چې ترلاسه کړي علمي او مسلکي معلومات په خپلو اړوندو دندو کې په عملي توګه وکاروي.
یاده غونډه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز اړوند د مدني دېوان رئیس شیخ‌ امان‌الله له خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سیمینار اساسي موخه د هلمند ولایت د محاکمو د قضائي منسوبینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول او د قضائي چارو د لا ښه تنظیم او د خلکو د حقوقو د خوندي کولو په برخه کې د هغوی د مسئولیت احساس پیاوړی کول وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۷
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا از محکمه اختصاصی و آمریت حقوق آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با همراهی محمد احسان (احسان) آمر تحریرات، به تاریخ 22 /3 /1448هـ ق از محکمه اختصاصی و آمریت حقوق محکمه مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت غور جلسه قضائی و اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالکریم (ابوحمدالله صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ با اشتراک رئیس محکمه نظامی، قضات محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دیوان‌های محاکم مرافعه و شهری، آمرین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۴۹
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت فاریاب از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با هیئت همراه‌اش، به تاریخ 22 /3 /1448 هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه. . .

بازگشت به اخبار