د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۷
د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۹مه نېټه، د څو کورنیو ترمنځ د قتل دوه بېلا بېل موضوعات د سولې له لارې حل او فصل شول.

یادې قضیې د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په «باریک‌آب» او «قره‌باغ بازار» سیمو کې د جلا جلا ترافیکي پېښو له امله رامنځته شوې وې، چې د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته، د یادې محکمې د قضائي غړو له لوري په غور او دقت سره وڅېړل شوې.

د محکمې مسئولینو د حکم له صادرېدو مخکې، د دواړو قضیو طرفین سولې او روغې جوړې ته وهڅول، چې د د دوی لخوا د محکمې دغه غوښتنه ومنل شوه؛ د مقتولینو د کورنیو له رضایت او هوکړې وروسته، د محکمې له لوري د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌الأولی میاشتې په  ۲۹مه نېټه یوه رسمي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مقتولینو وارثانو قاتلانو ته بخښنه وکړه او پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د یادو قضیو طرفین په پوره امن او سوله کې ژوند کوي.

د سیمې اوسېدونکو د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د دغه اقدام ستاینه او مننه وکړه او د دغه ډول مسایلو حل یې د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وباله.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محاکم ولایت غزنی طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۵۴) دوسیه، به تعداد (۱۲۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری، محکمه نظامی زون غزنی و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت غزنی طی دو هفته از تاریخ (۱۶ /۵ /۱۴۴۸هـ ق الی ۳۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۲۵۴) دوسیه، به تعداد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت نورستان از محکمه ابتدائیه ولسوالی برگمتال آن ولایت بازدید نمود

محترم مفتی عبيدالله (سلیم) رئیس محکمه مرافعه ولایت نورستان، با همراهی مسئول دعوت و ارشاد، به تاریخ ۷ /۶ /۱۴۴۸هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی برگمتال آن ولایت بازدید نمود.

رئیس محکمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۱۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک رؤسای دواوین و اعضای قضائی مرافعه، آمرین تحریرات، حقوق و ثبت اسناد وثایق و مخزن، به تاریخ 10 /5. . .

بازگشت به اخبار