د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د تخار ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۴۷
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د تخار ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي، د محترم مفتي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ، چې مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي مطیع الحق (اصف) یې غړیتوب درلود، د سترې محکمې عالي مقام په هدایت، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۵مه نېټه، د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنې په موخه، تخار ولایت ته سفر وکړ.
یاد هيئت د ليدنې په پیل کې د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د تخار ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌خونې اړوند نارینه‌وو، ښځینه‌وو او ماشومانو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او وروسته يې له اړوندو محاکمو سره شریکې کړې.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۱۶) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي او اداري چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه‌ راز د قضائي تفتیش عمومي ریاست هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د تخار ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند موارد يې په جلا جلا توګه ورسره شريک کړل.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د ولسوالیو له ځينو مسئولینو سره هم ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست هیئت له لاسته راوړنو ډک دغه سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت نیمروز از محکمه ابتدائیه ولسوالی‌ کنگ آن ولایت بازدید نمود

محترم مفتی سید احمد (معتصمی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت نیمروز؛ با همراهی مولوی سلیمان (حنفی) عضو قضائی دیوان امنیت عامه مرافعه و آمر تحریرات محکمه مرافعه، به تاریخ ۱۵ /جمادی الأولی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۵۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی شمس‌الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، به تاریخ  ۱۳ / ۵/ ۱۴۴۸هـ ق از آمریت عمومی زندان آن ولایت  بازدید و نظارت به عمل آورد.
رئیس محکمۀ مرافعه در این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک مولوی محمد ولی (حقانی) سرپرست ریاست دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرؤف (زهیر) سرپرست ریاست محکمه ابتدائیه شهری. . .

بازگشت به اخبار