د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (۱۶۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (۸۷۳) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۹۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۳۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په حقوقي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (۳۹۲) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۹۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو یوولس زونونو په دوو اونیو کې (۳۶۲) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۲۲۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
