د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۲
د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي)، په ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته، معرفي او رسمًا يې دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې، چې د لغمان والي محترم مولوي عبدالرحمن (کندوزي)، د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو سربېره د نورو امارتي ادارو مسئولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه.
ورپسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي سعیدالله (حقاني) ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په محاکمو کې د شریعت د تطبیق او عدالت کولو په اړه یې تفصیلي بیان وکړ.
د غونډې په دوام د لغمان والي محترم مولوي عبدالرحمن (کندوزي) د قضاء د اهمیت په اړه بیان وکړ زیاته یې کړه، چې نن ورځ په نړۍ کې جنګ یوازې او یوازې د قضاء په اړه دی؛ ځکه ځینې خلک شرعي عدالت غواړي او ځینې بیا د دې مخالف دي.
نوموړي زیاته کړه، شرعي نظام او محاکم د شهیدانو د قربانیو پایله ده او د شهیدانو د پاکو وینو قدر وکړئ.
ورپسې د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوي رئیس وینا وکړه او د قضاء مسلک یې یو دروند مسئولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د قضاء په برخه کې زموږ تګلاره د صحابه کرامو او تابعینو تګلاره ده.
د مرافعه محکمې نوي رئيس د ادارو ترمنځ د همغږۍ په شتون ټینګار وکړ او د یاد مسئوليت د ښې اداينې دعاء يې وکړه.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس محترم عارف الله (عنایت) له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي ميرآغا (هاشمي) له دې مخکې د بامیان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په حیث دنده ترسره کوله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۲۶
Background image

محترم مولوی عبدالغنی (سعید) به حیث رئیس جدید محکمه مرافعه ولایت سمنگان معرفی شد

محترم مولوی عبدالغنی (سعید) که به اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی)، به عنوان رئیس جدید محکمه مرافعه ولایت سمنگان تقرر یافته است، طی نشستی به منسوبین محکمه مرافعه، محاکم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۱۴
Background image

محترم مفتی عبیدالله (خالد) به حیث رئيس جدید محکمه مرافعه ولايت غزنی معرفی شد

محترم مفتی عبیدالله (خالد) رئیس جدید محکمه مرافعه ولایت غزنی؛ به تاريخ ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق به اعضای قضائی و کارمندان اداری محاکم ولايت غزنی معرفی و رسمًا کارش را آغار نمود.
جلسه معرفی که با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

هیئت عالی‌رتبه تحت رهبری معاون اداری ستره محکمه به ولایت پکتیکا سفر رسمی نمود

هیئت عالی‌رتبه تحت ریاست محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب معاون اداری ستره محکمه، که محترم مفتی عبدالوارث (سعید) رئیس استخدام و سوانح و مدیران عمومی دسترسی به اطلاعات و بودجۀ انکشافی ستره. . .

بازگشت به اخبار