د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲مې فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د اقراء  لوژستیکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز شمېره یې(D-34301) ده او مرکزي دفتر یې د هلمند  ولایت مرکز په لښکرګاه څلورلاري کې موقعیت لري، د (۳۷۶۹۳۷۲)درې میلیونه او اوه سوه نهه شپېته زره او دری سوه دوه اویا  افغانۍ په قېمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۰) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي  په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements