د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۱۲ /۵ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۶۰۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۰۵) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۱) دوسیې فیصله شوې، (۶۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۸۵) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۲) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
