د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د هلمند ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ په ۱ /۱۱ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د ټولو دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، تحريراتو او حقوقو آمرينو، د امنيتي قطعې قوماندان او مرکزي عمومي محبس مسؤول حاجي عاطف په ګډون اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم الحاج مولوي محمدي د غونډې اجنډا بیان کړه او په ځينو هغه موضوعاتو چې له ابتدائیه محکمې څخه راغلي وو، یې بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په دوام یادو موضوعاتو ته حل لارې پيدا او اړوند محکمې ته ولېږل شوې.
دغه راز د محبس عمومي رئيس ځينې موضوعات غونډې ته وړاندې کړل، چې له بحث وروسته یادو موضوعاتو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس د دېوانونو رئيسانو ته لازم هدايت وکړل او ځينې موضوعات يې مسؤولينو ته ورکړل، ترڅو يې ځوابونه په تحريري بڼه راتلونکې غونډې ته راوړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.