په ننګرهار ولايت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له کوره د تېښتې په جرم او زنا په تور؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د محرم الحرام مياشتې په ۵مه او ۶مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر ۳۳ـ ۳۳ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې سرپرست رئیس او قضائي غړو، د ولسوالۍ ولسوال او مرستيال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مدير، د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکاياتو اورېدو مدير، يو شمېر نورو مسؤولينو او ملکي خلکو ګډون درلود.
یاده غونډه د تعزیري سزا حکم له تطبيق وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.