په لغمان ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو رئيسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
