په لغمان ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته چې پر لواطت او غلا متهم وو؛ نن سه شنبه (۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې شپږ متهمين پر يو ـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو او اووم متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته په سراج تاريخي بڼ کې پر متهمينو تطبيق شوه.
