په بامیان ولايت کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د بامیان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن سه شنبه ۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان دېوان یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و، چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي سید میرآغا (هاشمي)، قضائي غړو، نظامي، اداري منسوبینو او عامو خلکو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې مسؤولينو د تعزیر او شرعي سزاګانو په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.
