د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۲۲) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۸۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۸) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۵۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۲) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۲۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
