د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ هـ ش مالي کال لپاره د سترې محکمې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د تخنیکي اطاق او تیلو ذخیرې د نوې ودانۍ د اعمار او رغولو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او عقودو د قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۷/۴/۱۴۰۵هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانیسته په ۲۷/۴/۱۴۰۵هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته۲۳/۴/۱۴۰۵ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
