د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له کارکوونکو سره وکتل
د کابل ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي)، د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښهوالي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ۲۴/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق اداري غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د سترې محکمې د اصولو او لارښوونو پر بنسټ، اداري کارکوونکو ته د لاندې موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وشوې:
۱ـ د مراجعینو د عريضو او وثیقو د پړاوونو پر وخت او چټک خلاصول.
۲ـ په ټولو اداري چارو او کتابونو کې د پوره شفافیت او نظم مراعاتول.
۳ـ راغلو هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرول او له هغوی سره د اصولو په رڼا کې نېک چلند کول.
۴ـ د آمریتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د کارونو په صداقت سره ترسره کول.
۵ـ د ټولو کارکوونکو لهخوا د خپلو دندو په سمه توګه او د مسؤولیت منلو په روحیه ترسره کول.
د غونډې په پای کې د تحریراتو رئيس د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې د سترې محکمې د متحدالمآلونو او هدایاتو سره سم ورته لازمې لارښوونې وکړې.
