د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل شوی قوماندان، محترم مولوي خان محمد (منیب)، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۱۵مه نېټه اړوندو مسئولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت غونډه، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)، د دغه ریاست د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي عصمت الله، د غزني زون نظامي محکمې قاضي شيخ نجم الله (رحمتي) او نورو مسئولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د غزني زون د نظامي محکمې قاضي شيخ نجم الله (رحمتي) وینا وکړه وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ اصل دی، چې وخت ناوخت ترسره کېږي، موږ باید منصب او څوکۍ موخه ونه ګرځوو؛ بلکې د اسلامي نظام خدمت کول مو له خپلو لومړنیو موخو څخه وي.
دغه راز یادې ناستې ته د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دعوت او ارشاد آمر په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې د نظام بنسټ په اطاعت را پيل شوی او الله تعالی په اطاعت سره کامیابي او بقاء در کوي؛ نو پر موږ ټولو لازمه ده، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړو له بې اتفاقۍ، اختلاف او بې اعتمادۍ څخه ځانونه وساتو.
په دې سربېره د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال له ټولو مسئولینو او منسوبینو وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي خان محمد (منیب) تر دې مخکې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پروان، کاپیسا او پنجشېر څانګې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
