د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
ثلاثاء, فبراير 04 2025 11:58 صباحا
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۱۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې د پکتیا ولایت محاکمو ته (۲۲۱) حقوقي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۶۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۵) دوسیې فیصله شوې، (۳۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه میاشت کې د پکتیا ولایت محاکمو ته (۱۱۶) جزائي دوسیې راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۶۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۸۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

Latest news

ثلاثاء, ديسمبر 02 2025 11:58 صباحا
Background image

تنفيذ حكم الله (القصاص) في قاتل بمحافظة خوست

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى، والصلاة والسلام على عباده الذين اصطفى، أما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: ﴿وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يا أُولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾. . .

ثلاثاء, نوفمبر 25 2025 3:31 مساء
Background image

بتوجيه من قاضي القضاة ورئيس المحمكة العليا، أُفرج عن (٧٥٢١) سجينا أو خفضت مدد حبسهم

بتوجيه من السلطة العليا القضائية في إمارة أفغانستان الإسلامية، وبعد زيارة وإشراف من قبلِ لجنة مكلفة، أُفرِج عن (٣٢٠٤) سجينٍ مستحقّ، وخُفضت مدد الحبس عن (٤٣١٧) آخرين ممن استحقّوا التخفيف. . .

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

BACK TO NEWS