د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د یاد ریاست ټولو اداري کارکوونکو په ګډون په ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې مرستيال خبرې وکړې وویل، موږ او تاسو ته دروند مسؤولیت را تر غاړې دی چې باید په پوره دقت، اخلاص او امانتدارۍ یې سرته ورسوو، دلته که هر څوک مراجعه کوي باید ښه چلند ورسره وکړو، سپین ږیرو ته د پلار او ځوانانو ته د ملګرو، دوستانو او همزولو په سترګه وګورو، کارونه یې له ځنډ پرته په وخت ورته خلاص کړو او خپلې دندې ته په وخت حاضر شو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې مرستيال د کارونو د چټکتیا او روڼتیا په اړه ځانګړې سپارښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه چي یادې سپارښتنې به عملي کوو.
غونډه د مرافعه محکمې مرستيال لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.