د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
خميس, أكتوبر 22 2026 11:26 صباحا
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹مه نېټه، د سترې محکمې د رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په هدایت، د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو معلوماتو بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي ریاست پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د میدان وردګ او لوګر ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او قضائي منسوبینو سره وکتل؛ د جزائي قضیو د حل او فصل او د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي په اړه یې ورسره مفصلې خبرې او بحثونه وکړل.
همدارنګه، د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې، د جزائي موضوعاتو اړوند دوې دوسیې وڅېړلې، د دوسیو له طرفینو سره یې لیدنې وکړې، د قضیو د بشپړې ارزونې په موخه یې ترې لازم تحقیقات وکړل.
د میدان وردګ او لوګر ولایتونو د مرافعه محاکمو رئیسانو او نورو قضائي منسوبینو او دغه راز د دوسیو طرفینو د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او دغه ډول رسمي سفرونه یې د قضائي چارو د لا ښه‌ تنظیم، د محاکمو د ورځنیو اجراآتو د پیاوړتیا او جزائي موضوعاتو د نهايي کېدو په برخو کې اغېزناک او ګټور وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس له دې مخکې هم د ملک ډېری ولایتونو ته د جزائي موضوعاتو په اړه د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو، د جزائي موضوعاتو له طرفینو سره د لیدنو او له هغوی څخه د لازمو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه سفرونه کړي دي.

Latest news

أربعاء, يونيو 24 2026 9:31 صباحا
Background image

نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا يزور محافظات تخار وسمنغان وفارياب وسربل بهدف متابعة سير العمل في المحاكم وتحسين أدائها

قام نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا، فضيلة الشيخ محمد قاسم (راسخ)، برفقة فضيلة الحافظ المولوي عبد الولي (محمود) نائب الرئاسة العامة للتفتيش القضائي والوفد المرافق لهما، بزيارة. . .

سبت, مايو 16 2026 11:28 صباحا
Background image

قام فضیلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا بزيارة إلى محافظات قندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان، وبغلان

أجرى قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا، فضيلة الشيخ عبدالحكيم (الحقاني)، برفقة كلّ من رئيس إدارة التخطيط والسياسات في المحكمة العليا سماحة المولوي محمد جمعة (فیضاني)، ونائب الرئاسة. . .

ثلاثاء, مايو 12 2026 11:39 صباحا
Background image

تقرير موجز عن رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ ق

قامت رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ بالأنشطة الرئيسية التالية:
1- تم إعداد وتسجيل أربعة (4) من برنامج «القضاء والشعب»، وتم. . .

BACK TO NEWS