د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۶۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۳۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۶۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه میاشت کې (۱۴۰) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۱) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۵۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۶۸) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۶۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
