د کابل مرافعه محکمه کې «په څرخي پله زندان کې د توقیف شوو کسانو برخلیک» تر عنوان لاندې غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۰:۴۸
د کابل مرافعه محکمه کې «په څرخي پله زندان کې د توقیف شوو کسانو برخلیک» تر عنوان لاندې غونډه وشوه

د یکشنبې په ورځ (۲۱/۳/۱۴۴۴هـ ق) نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي عبدالغفار (رحماني) په مشرۍ په څرخي پله زندان کې د توقیف شویو کسانو د برخلیک په تړاو غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د کابل په مرافعه محکمه کې ترسره شوه د مرافعه  محکمې د دېوانونو رئیسانو، د کابل ولایت د ابتدائیه محاکمو د څلورو زونونو رئیسانو، د مخدره موادو محکمې رئیس او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو رئیسانو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالغفار (رحماني) ګډون کوونکو تر هرکلي وروسته وویل، لکه څنګه چې تاسو خبر یاست د څرخي پله زندان مسؤولینو د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې عالي مقام ته په یاد زندان کې د توقیف شویو کسانو د برخلیک څرګندولو په هکله راپور لېږلی و.

موږ د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت نننۍ ناسته جوړه کړې چې د یاد راپور د محتوا په اړه بحث وکړو.

د استیناف محکمې محترم رئیس د غونډې ګډونوالو ته د څرخي پله زندان بشپړ راپور واضح او ولوست، د غونډې له ګډونوالو څخه یې د توقیف شوو کسانو د بې برخلیکتوب لاملونه وغوښتل.

وروسته د ناستې ګډون کوونکو په خپل وارسره داسې وضاحت او څرګندونې وکړې:

  1. کوم راپور چې د څرخي پله زندان څخه د زندانیانو د بې برخلیکتوب په اړه سترې محکمې عالي مقام ته استول شوی دی تر ډېره ناسم دی. د ډېری هغو کسانو چې په راپور کې یې نومونه یاد شوي دوسیې تر کار لاندې دي.
  2. د ځینې کسانو دوسیې د جنایي تحقیقاتو ریاست لخوا په ټاکلي وخت مونږ ته نه استول کیږي، کومې دوسیې چې استول کیږي ځينی یې تحقیقاتي نیمګړتیاوې لري، چې له همدې وجې د توقیف شوو کسانو برخلیک معلومول له ځنډ سره مخ کېږي.
  3. دوسیې ډېرې دي او جزائي دوسیو ته په اونۍ کې د مهالوېش سره سم کم وخت ورکړل شوی دی، چې په راتلونکې کې به ان شاء الله جزائي دوسیو ته د رسېدنې وخت ډېر کړو.

د کابل د استیناف محکمې محترم رئیس د غونډې د ګډونوالو تر خبرو اورېدو وروسته رئیسانو ته هدایت وکړ چې د زونونو، ښاري محاکم او د ولسوالیو محاکم دې د څرخي پله زندانیانو هغه دوسیې چې تر کار لاندې دي او په هکله یې غونډې ترسره شوې دي، خو څرخي پله زندان مسئوولینو د هغوی د بې برخلیکتوب راپور استولی دی، د اجراآتو کاپي دې یې د مرافعه محکمې عمومي ریاست ته واستوي ترڅو د سترې محکمې عالی مقام ته واستول شي.

د کابل د استیناف محکمې رئیس زیاته کړه، د محاکمو ټول رئیسان باید د جنائي تحقیقاتو د ریاست له مسؤولینو سره په دې هلکه د همغږۍ غونډې ترسره کړي.

نوموړي په ډاګه کړه چې قاضي په خپلو پرېکړو او ټولو قضائي اجراآتو کې مستقل دی، هېچاته دې اجازه نه ورکوي چې د قضا په اجراآتو کې لاسوهنه وکړي.

دغه راز د کابل د استیناف محکمې محترم رئیس ټینګار وکړ چې د کابل ولایت د محاکمو ټول رئیسان باید په میاشت کې یو ځل د همغږۍ ناسته وکړي.

غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای سه تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاریخ ۲۱، ۲۳ و ۲۹ رجب المرجب سال ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرمين را به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۰
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولین محکمۀ مرافعه ولایت سمنگان دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محی الدین (عمری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت سمنگان؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، محکمۀ اختصاصی، اعضای قضائی، کارمندان اداری، خدماتی و قوماندان قطعۀ محافظت قضات، به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۲۵
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های قرقین و خماب آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان؛ با همراهی مولوی عبدالقادر (خالد) عضو مفتی دیوان مدنی مرافعه، مولوی بهادر عضو محرر دیوان امنیت عامۀ مرافعه، نجیب الله. . .

بازگشت به اخبار