د قضائي پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۷
د قضائي پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت او د قضايي تفتیش د عمومي رئيس مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحافظ) په اجازه د دغه ریاست یوه مؤظف پلاوي د 1444 هجري قمري کال د رجب میاشتې په 25مه نېټه کونړ ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.

یاد پلاوي په پيل کې د کونړ ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې یې د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (15) ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو، ښاري محکمې د ریاست او اړوند دېوانونو او د مرافعه محکمې د ریاست او اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د تفتیشي بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د چلند او مسلکي اړخونو په اړه یې پوره معلومات وکړل او د چارو د لاسمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښاري محکمې له رئیس سره شریک کړل، په دویم قدم کې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یي په جلا، جلا  توګه ورسره شریک کړل.

پر دې سربېره دغه پلاوي د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د کونړ ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس اړوند زندانیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او بیا یې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.

دغه راز مؤظف پلاوي د یاد ولایت د محاکمو د برحاله قضاتو څخه ازموینه واخیستله.

د پلټنې هیئت د خپل سفر په پای کې د کونړ له محترم والي او امنیه قوماندان سره وکتل د محاکمو د فعالیتونو د لاښه پرمختګ او د ځینو مربوطه ستونزو د حل په باره کې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضايي تفتیش د پلټنې هئيت د 1444هجري قمري کال د شعبان میاشتې په 6مه نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک و پای ته ورساوه.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار