د پکتیا ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۲) وثیقې هم اجراء کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۱:۵۵
د پکتیا ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۲) وثیقې هم اجراء کړې دي

په دغه راپور کې له (۱۵ /۸ /۱۴۴۴ څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۴  هـ ق) نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیازون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې: 

په تېرو دوو اونیو کې (۴۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۴۶) دوسیې د قضائي قرار په صادرولو سره (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائی برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۵۳) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم (۳۳۰) دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶) دوسیې په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۸۲) بېلا بېلې وثیقې هم اجراء شوې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار