د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دې محکمې له تجارتي دېوان او مخزن څخه لیدنه وکړه
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د روان ۱۴۴۴ هـ ق د رمضان المبارک میاشتې په۱۱مه د دغه ولایت د اړوند محاکمو او اداري دفترونو څخه د څارنې په موخه، د دې محکمې د تجارتي دېوان او د کابل ولایت د محاکمو د شرعي سندونو له مخزن څخه لیدنه وکړه.
په پیل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د تجارتي دېوان په کاري د فترونو کې د کاري کړنلارې د بهبود، د کار حجم، اداري کتابونه، د حاضرۍ کتاب او ځینې دوسیې وکتلې، چې د څارنې پر مهال ښاغلي مولوي رشاد آخندزاده د دغه دېوان مسلکي او اداري کارکوونکو ته ځینې اړین هدایتونه وکړل.
وروسته نوموړي د خپلو مخکنيو هدایتونو د تعقیبولو په موخه د کابل ولایت اړوند محاکمو د شرعي سندونو مخزن ته لاړ او د مخزن د کاري اجراآتو د ښه کېدو، په اجراآتو کې د چټکوالي، په کاري اجراآتو کې د ستونزو، په اداري کتابونو کې د طرزالعمل مطابق د اجراآتو او ځینې نورو موضوعات بررسي کړل، د کارونو د لا سمون لپاره یې کارکوونکي وهڅول.
