د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۱۳
د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په (۲۶ /۹ /۱۴۴۴هـ ق) نېټه د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس په یاده لیدنه کې چې د تحریراتو عمومي آمر احسان الله«احمدي» یې ملتیا کوله د ښاري محکمې د رئیس، د دېوانونو د رئیسانو او ټولو قضائي او اداري کارکوونکو سره ولیدل.

الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د یادې محکمې قضاتو ته د مشرتابه مقام د فرامینو او د سترې محکمې د متحدالمآلونو د عملي کولو، د تقوا، حاضرۍ ته په پابندۍ او د قضاء اړوند کارونو کې د اخلاص او صداقت په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

ورپسې د ناستې ګډونوالو په نوبت د کارونو د لاښه تنظیم، ستونزو او مشکلاتو ته په وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.

 هغه ستونزې او مشکلات چې په ناسته کې بیان شول، الحمدلله ترډېره ورته رسېدنه وشوه.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار