د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د وثایقو د ثبت آمریتونو او شهري ابتدائیه محاکمو څخه د څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۳:۵۶
د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د وثایقو د ثبت آمریتونو او شهري ابتدائیه محاکمو څخه د څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه

 

د ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتي په ۱۶مه د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" صاحب په مشرۍ  دوه کسیزه هیئت د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت د پنځه آمریتونو څخه څارنه ترسره کړه، چې د قضائي چارو کتنه  ښاغلي آخندزاده صاحب او د اداري چارو کتنه یې د مرافعه محکمې د تحریراتو عمومي مدیر ښاغلي عنایت الرحمن "صافي "  کوله .

د همدې میاشتي له ۱۷مې تر ۲۳مې پوري څلور کسیز پلاوي د دې ولایت  د شهري  څلورو  زونونو، ابتدائيه محاکمو او تجارتي ابتدائیه محکمې اداري او قضائي چاري وڅېړلې، چې قضائي چاري یې  د ښاغلي رشاد آخندزاده صاحب په مشرۍ د مرافعه محکمې تجارتي دېوان رئیس مولوي عبدالله "اسرار"، مولوي محمد نعیم، د مرافعه محکمې نظامي منسوبینو او د استینافي دېوان عضو مفتي په ګدون وڅېړل شوې او اداري چاري د ښاغلي صافي په واسطه وڅېړل شوې.

یاد پلاوي و یادو آمریتونو او محکمو ته په ورتګ سره د سندونو او وثیقو د ثبت په هر یوه آمریت   کې د وثیقو د ثبتولو کتابونه ، ترسره شوي وثیقې او اداري کتابونه ته په کتو سره نیمګړتیاوي په ګوته او مسئولینو ته یې د اصلاح لپاره جدي هدایات وکړل شول او کوم آمریتونه چې ور سپارل شوي مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي وه د ښاغلي آخندزاده صاحب لخوا وستایل شول.

همدا راز ټولو شهري ابتدائيه محاکمو ته په ورتګ سره  د هر یو زون د دېوانو یوه یوه دوسیه او اداري کتابونه وکتل شول، په قضائي او اداري اجراآتو کې د موجوده نیمګړتیاوو په حلېدو کې بشپړې لارښوونې وشوې.

په پای کې د څلورو زونونو اود تجارتي ابتدائیه محاکمو عمومي رئیس صاحبانو ته هدایت وشو، چې د خپلو لاس لاندې مسلکي او اداري کارمندانو د اجراآتو په لا ښه کولو کې پوره هڅه وکړي او کومې  ستونزې چې په ابتدائیه محاکمو کې د حلېدو نه وي، نو ژر تر ژره دې  موضوع د مرافعه محکمې مشرتابه  سره شریکوي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی ساغر ولايت غور بالای يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ مجرم زن را به ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای (۱۷) مجرم و متهم در ولایت نیمروز تطبیق شد

به اساس فیصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولایت نیمروز بالای (۱۷) تن به جرم لت وکوب پدر، روابط نامشروع و اتهام سرقت و لواطت، امروز پنجشنبه مٶرخ ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی شورتپه ولايت بلخ بالای يک تن به اتهام فعل لواطت؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ متهم را به دو. . .

بازگشت به اخبار