د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۵:۵۲
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي محمدفقیر(حنیف) په مشرۍ د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه پلاوي چې مولوي عبدالولي(مصباح) او مولوي سیداسحاق (سادات) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۱مه نېټه فاریاب ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د قضائي پلټنې عمومي ریاست یاد پلاوي د دغه سفر پر مهال د فاریاب د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې یې د بندیانو د وضعیت څېړلو په موخه د دغه ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌ خونو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌ خونو اړوند نارینه، ښځینه او کم عمره بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او موضوعات یې له ځان سره نوټ او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د فاریاب د ۱۷ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن او وثایقو امریت او د حقوقو آمریت څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
د قضائي تفتیش دغه پلاوي د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې سربېره یاد پلاوي د محاکمو اړوند اړتیاوې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې تشخیص او د سفر په وروستیو کې یې د اړتیاوو پوره کولو، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول موارد یې په جلا جلا توګه ورسره شریک کړل.
د پلټنې پلاوي د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له محترم والي او د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په تړاو یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش عمومي ریاست د پلاوي دغه (۲۳) ورځنی له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۸
Background image

با تلاش رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا قضیۀ یک قتل حل و فصل شد

با تلاش محترم شیخ محمد شاکر (عابد) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا؛ با اشتراک وکلای مدافع، اراکین آن ولسوالی و متنفذین، به تاریخ ۱۴ /۹ /۱۴۴۷ه‍ـ ق طی يک جلسه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولايت بغلان تطبيق شد

 به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی نهرین ولايت بغلان بالای دو تن به اتهام لواطت؛ به تاريخ ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه متهمين را به يک ـ یک ماه حبس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فیصله‌های محاکم ابتدائیۀ شهری و ولسوالی کهسان ولايت هرات، بالای سه تن به شمول یک زن به جرم داشتن روابط نامشروع، چور و چپاول، به تاريخ ۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
م. . .

بازگشت به اخبار