محترم مولوي عبدالله (فياض) د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۷
محترم مولوي عبدالله (فياض) د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې د مرستيال په توګه معرفي شو

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د مدني او حقوق عامه دېوان مخکنی رئیس محترم مولوي عبدالله (فیاض) د مرافعه محکمې د مرستيال، د یاد ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مخکنی رئیس مولوي (حاذق) د مرافعه محکمې د مدني او حقوق عامه دېوان د رئیس په توګه په ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي شول.
د مرافعه محکمې د یادو مسؤولینو د معرفت غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) وینا وکړه، ټولو قضاتو او اداري کارکوونکو ته یې په قضائي او اداري چارو کې د اخلاص او صداقت په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او د تېر په څېر یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تطبیق هدایت وکړ.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د یادې محکمې مرستيال مولوي عبدالله (فیاض) او د مدني او حقوق عامه دېوان نوی رئیس مولوي (حاذق) حاضرینو ته معرفي او په چارو کې یې د بریالیتوب دعا ورته وکړه.
غونډه د مرافعه محکمې د رئیس په دعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۵۱
Background image

با تلاش مسؤولین محکمۀ نظامی زون بلخ قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش اعضای قضائی محکمه نظامی زون بلخ؛ با اشتراک علماء کرام، محاسن سفیدان محل، به تاريخ ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق طی يک نشست قضیه قتل از باشندگان ولسوالی شولگره ولایت بلخ، حل و فصل گردید.
در. . .

بازگشت به اخبار