د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۲
د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو رئیسانو او اختصاصي محکمې رئيس په ګډون په ۱۰/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس وینا وکړه او ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ټولې چاري مو باید د اسلام مقدس دین پر اساس په شفاف ‌‌ډول ترسره شي، د خلق الله کارونو ته باید د امکان ترحده ژر تر ژره رسېدنه وشي او ډېره هڅه وشي چې رسمي چارې په ‌‌ډېر دقت ترسره شي، ترڅو له نېمګړتياوو څخه محفوظ وي.
دغه راز نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د حاضرۍ په پابندۍ ټينګار وکړ؛ ترڅو د مراجعینو کارونو ته په خپل وخت رسېدنه وشي.
د غونډې په دوام په هغه استهدآګانو چې د یاد ولايت له اړونده محاکمو څخه را لېږل شوي وي بحث وشو او په اړه یادو محاکمو ته لازم هدایات ورکړل شول.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک متهم در ولايت تخار تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی درقد ولايت تخار بالای يک تن به اتهام فعل زنا؛ امروز يکشنبه مؤرخ ۱۴/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ متهم مذکور را به چهار. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۱
Background image

يک هيئت موظف محکمهٔ مرافعهٔ ولايت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازديد نمود

مطابق هدایت رئیس عمومی محکمهٔ مرافعهٔ ولایت هرات، به تاريخ 9 /3 /1447 هـ ق يک هيئت موظف تحت ریاست مفتی کمال الدین (دیوبندی) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعهٔ، با همراهی مفتی عبدالرحمن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۶
Background image

رئیس محکمهٔ مرافعهٔ ولایت بدخشان از دیوان های محاکم مرافعهٔ و ابتدائیهٔ شهری آن ولايت بازديد نمود

محترم الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس محکمهٔ مرافعهٔ ولایت بدخشان؛ به تاریخ ۸ /۳ /۱۴۴۷ هـ ق جهت شفافیت اجراآت دفاتر اداری، کتاب های اندراج حقوقی و جزائی، کتاب وارده و صادره، کتاب. . .

بازگشت به اخبار