د قضائي پلټنې عمومي ریاست مفتشینو د سرپل ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۱۰
د قضائي پلټنې عمومي ریاست مفتشینو د سرپل ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالبصیر (غزنوي) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي صبغت الله (ناظم) يې غړيتوب درلود، د روان 1447 هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په 7 مه نېټه سرپل ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د سرپل ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند بندیانو شکایتونه يې واورېدل، د ملاحظې وړ بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه  يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د دغه ولایت د (10) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو او حقوقو آمریتونو، مخزن مدیریت او اختصاصي محکمې څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د پلټنې پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت کړې او په پای کې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
د پلټنې دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له والي او د ولسوالیو له ځینو مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځینو اړوند ستونزو د حل په موخه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد سفر د 1447 هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په 22 مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار