د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بلخ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۱:۳۱
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بلخ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې د یاد ریاست مرستيال محترم مولوي عبدالولي (محمود) يې مشري کوله؛ مولوي فلک شېر (حقاني) او مولوي امدادالله (حنفي) يې غړيتوب درلود، د روان 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۱۳مه نېټه بلخ ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
د لیدنې په پيل کې یاد پلاوي د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، له بندیانو سره یې وکتل، کومو بندیانو چې شکایتونه درلودل، شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.
 دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۱۶) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو، مخزن او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت کړې او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د بلخ ولایت د مرافعه محکمې له مقام او قضائي مسؤولینو سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
یاد پلاوي د خپل سفر په جریان کې د بلخ ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونود لا ښه پرمختګ او د ځینو اړونده ستونزو د حل په موخه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد سفر د 1447 هـ ق کال د رجب میاشتې په 9 مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار