د کونړ ولايت محاکمو د مسؤولینو په هڅو (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۰
د کونړ ولايت محاکمو د مسؤولینو په هڅو (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کونړ ولایت بر کونړ اسمار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کاله مخکې رامنځته شوې دښمني، په ۱۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
دغه څلوېښت کلنه حقوقي موضوع د بر کونړ اسمار ولسوالۍ د «شال» کلي د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې د شال کلی سوزېدلی و او ځمکه یې د څه مودې لپاره شاړه پاتې شوې وه او دواړو طرفونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه رسېدلي وو.
یاده موضوع د ابتدائیه محکمې په هڅو، د سیمې د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ په اصلاحي توګه حل او فصل شوه او د یادو قومونو ترمنځ د (۴۰) کلونو دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (شعیب)، مرستیال والي محترم مولوي عبدالله (حقاني)، د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالقهار، د نورو امارتي ادارو مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون درلود.
یادې غونډې ته د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (شعیب)، د اسمار ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مولوي بشیراحمد (خادم)، مرستيال والي، او د شیګل ولسوالۍ ولسوال مولوي حضرت علي (ذاکر) او نورو قومي مشرانو ویناوې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۸
Background image

با تلاش رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا قضیۀ یک قتل حل و فصل شد

با تلاش محترم شیخ محمد شاکر (عابد) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا؛ با اشتراک وکلای مدافع، اراکین آن ولسوالی و متنفذین، به تاریخ ۱۴ /۹ /۱۴۴۷ه‍ـ ق طی يک جلسه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولايت بغلان تطبيق شد

 به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی نهرین ولايت بغلان بالای دو تن به اتهام لواطت؛ به تاريخ ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه متهمين را به يک ـ یک ماه حبس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فیصله‌های محاکم ابتدائیۀ شهری و ولسوالی کهسان ولايت هرات، بالای سه تن به شمول یک زن به جرم داشتن روابط نامشروع، چور و چپاول، به تاريخ ۱۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
م. . .

بازگشت به اخبار