د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۵۷
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۶۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونیو کې (۱۶۹) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونیو کې (۲۳۸) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونیو کې (۷۴) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۶۴) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا يک قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزا محکمه مرافعه، مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه ابتدائیه شهری،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی گل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات، غرض بازدید از آجراآت قضائی، اداری و تنظیم بهتر امور کاری محاکم، به تاریخ 25 /2 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۴۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /2 /1448 هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

بازگشت به اخبار