د لغمان او لوېدیځ  نورستان ولایتونو د ابتدائيه نظامي محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۱
د لغمان او لوېدیځ  نورستان ولایتونو د ابتدائيه نظامي محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او لوېدیځ نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې د رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې موضوع، چې د دواړو طرفونو يوـ يو کس په کې وژل شوی و، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ٢٨مه نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د دمين او ټوپک په جلا جلا ځايونو کې رامنځته شوې وه؛ چې دوه کسان په کې وژل شوي او يو کس زخمي شوى و.
دغه موضوع ابتدائیه نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د موضوع طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتل لخوا د مقتولینو وارثينو ته څه اندازه پيسې د ديت په توګه ورکړل شوې؛ قاتل ته بخښنه وشوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۴
Background image

گزارش اجراآت ریاست عالی تمیز مرکزی ستره محکمه طی ماه شوال المکرم سال 1447ه‍ـ ق 

ریاست عالی تمیز مرکزی ستره محکمه در ماه شوال المکرم سال ۱۴۴۷ ه‍ـ ق اجراآت ذیل را انجام داده‌است:
1- به تعداد (846) جلد دوسیه از محاکم و مراجع مربوطه، بشمول (118) جلد دوسیه محاکم خاص. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۳۹
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کاپیسا از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی تگاب بازدید نمود

محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کاپیسا؛ با همراهی محترم مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمۀ شهری و مولوی محمد قابل (زاهد) عضو قضائی ریاست دیوان امنیت عامۀ محکمۀ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۳۷
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین و منسوبین محاکم ولایت غزنی دایر گردید

تحت ریاست الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با اشتراک رؤسا، مفتیان، محررین، مدیران حقوق و محررین مسلکی ولسوالی‌های 18گانه، محاکم مرافعه، شهری و آمریت حقوق، به. . .

بازگشت به اخبار