د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو (۲۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو (۲۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد ابراهيم په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، (۲۶) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، چې يو کس په کې وژل شوی و؛ په ۳/ ۱۲ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
ياده موضوع (۲۶) کاله مخکې د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ د «جوګيانو» په کلي کې رامنځته شوې وه، چې يو کس په کې په قتل رسيدلی و، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسؤولينو په هڅو، د سيمې علماء کرامو، قومي سپین‌ږیرو او مشرانو په منځګړیتوب د جانبينو تر منځ سوله وشوه، د قاتل کورنۍ له‌خوا د مقتول وارثينو ته یوه اندازه پیسې ورکړل شوې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت جوزجان از محکمۀ ابتدائیه ولسوالی خانقاه آن ولایت بازدید نمود 

محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت جوزجان؛ با همراهی مولوی عبدالقادر (خالد) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، به تاریخ ۲۹ /۱۱ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پنجشیر جلسۀ اداری دایر گردید 

تحت ریاست محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با اشتراک رؤسا و اعضای دواوین محکمه مرافعه، کارمندان اداری، خدماتی و مسؤولین قطعه امنیتی محکمه مرافعه، به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۸
Background image

تحت ریاست رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسۀ اداری دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک اعضای قضائی دواوین مرافعه، ابتدائیه شهری، محاکم  ابتدائیه ولسوالی‌ها، آمریت تحریرات،. . .

بازگشت به اخبار