د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو (۲۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو (۲۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد ابراهيم په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، (۲۶) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، چې يو کس په کې وژل شوی و؛ په ۳/ ۱۲ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
ياده موضوع (۲۶) کاله مخکې د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ د «جوګيانو» په کلي کې رامنځته شوې وه، چې يو کس په کې په قتل رسيدلی و، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسؤولينو په هڅو، د سيمې علماء کرامو، قومي سپین‌ږیرو او مشرانو په منځګړیتوب د جانبينو تر منځ سوله وشوه، د قاتل کورنۍ له‌خوا د مقتول وارثينو ته یوه اندازه پیسې ورکړل شوې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
Background image

د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو (۲۶) کلنه د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد ابراهيم په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، (۲۶) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، چې يو کس په کې وژل شوی و؛ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۸) دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

بیا په خبرونو کی